الرحیق المختوم icon

1.0 by الهدایة خپرندویه اداره


Mar 12, 2017

About الرحیق المختوم

د الرحيق المختوم کتاب چې د نړۍ په لسګونو ژبو ترجمه شوی او د پېغمبر ص ...........

بسم الله الرحمن الرحيم

د الرحیق المختوم پښتو چاپ په اړه

نحمده و نستعينه ونستغفره و نعوذ بالله من شرور انفسنا و سيئات اعمالنا من يهده الله فلا مضل له و من يضلله فلا هادي و نشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريک له ، له الملک و له الحمد و هو على کل شيئ قدير. اما بعد:

دروند لوستونکى نيکمرغه دى چې د داسې يوه کتاب لوستلو ته يې اراده کړيده چې د مخلوقاتو د سردار او نبيانو (عليهم السلام) د امام حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) د مبارک ژوند په هکله د قدر وړ معلومات وړاندې کوي.

انسان د خپل فطرت په حکم تل د ګټې، خير، آرامۍ، نيکمرغۍ او بري په تکل کې وي، خو متاسفانه ډير کسان خپل دا هدف نه شي موندلى، د بري ساحل ته د رسيدو په تمه د سفر په پيل يا جريان کې د سمندر د وژونکو څپو ښکار شي، په تيارو سر او ډوب شي.

يوازې هغه څوک به اصلي هدف ته رسيږي، د سعادت او فلاح په درشل به پل ږدي چې د حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) اواره او سيده لاره ونيسي او تر وروستي منزله يې د همغه د هداياتو مطابق تعقيب کړي.

د کائناتو پروردګار راته څرګنده کړيده چې له اسلام نه پرته نورې ټولې لارې کږې، تياره او وروستى منزل يې بدمرغي او تباهي ده. قرآنکريم فرمايي: ((ان الدين عند الله الاسلام...)). د خداى په نزد غوره او مقبول دين اسلام دى.

که وغواړو د اسلام لنډ تعريف وکړو، نو ويلى شو: هغه دين چې حضرت محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د الله تعالى له لوري راوړى، بيا يې پخپلو اقوالو، افعالو، اخلاقو اوصفاتو د عمل په ډګر کې ټکى په ټکى عملي کړى، د قرآن او سنت په بڼه کې يې د ځمکې اوسيدونکو ته په ميرات پريښى تر څو تر قيامته د هر بنده په هر موقف مکان او مقام کې چې وي لارښوونه وکړي.

نو که څوک نجات او برى، خير او ښيګڼه غواړي، بايد مسلمان شي، او که څوک غواړي رښتونى مسلمان وي، نو بايد د حضرت محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په سپيڅلي شريعت ايمان او عمل ولري.

د مطلوب ايمان او مقبول عمل لپاره دکائناتو د سردار حضرت محمد (صلى الله عليه واله و صحبه وسلم) په مبارک سنت او سيرت سيي پوهه درلودل ډير ضروري او حتمي دي.

دا کتاب (سپيڅلى نبوي سيرت) چې د هند مشهور عالم الشيخ صفي الرحمن مبارکپوري (رحمه الله) په عربي ژبه د (الرحيق المختوم) په نوم ليکلى بيا يې اردو ته هم پخپله اړولى دى، د حضرت محمد (صلى الله عليه و آله وصحبه وسلم) د مبارک ژوند په مختلفو اړخونو د پوهيدو لپاره ډيره سوچه او غني چينه ده.

د خوښۍ ځاى دى چې پښتو ژباړه يې د دوهم ځل لپاره پداسې حال کې چاپ ته سپارل کيږي چې د لومړي چاپ ډيرې غلطۍ پکې اصلاح شويدي. د لومړي ځل لپاره کتاب هغه وخت چاپ ته وسپارل شو چې زه د شهادت ورځپاڼې د مسئول مدير په توګه پدې ونه توانيدم کتاب ته مراجعه وکړم، د تصحيح چارې يې هم نورو وروڼو سرته رسولې وې نو څه داسې غلطۍ وې پکې چې بايد تصحيح شوې واى.

دا دى د رحمان خداى په توفيق سره پدې بريالى شوم، کتاب ته له سره مراجعه وکړم او په نوې بڼه يې د سيرت قدرمنو مينه والو ته وړاندې کړم.ددې چاپ نوي شيان او زياتونې دا دي:

• ټول کتاب له سره کمپوز شوى.

• تيرې طباعتې غلطۍ تصحيح شوې .

• د ځينو عباراتو ژباړه تجديد او سمه شوې.

• د احاديثو اصلي نصوص را نقل شوي.

له خداى تعالى نه سوال کوم دا عمل مې پخپل کرم سره قبول کړي، او همدا ارزښتمن اثر د لوستونکو د علمي تندې د خړبولو او سم عمل وسيله او د آخرت توښه وګرځوي.له رحمان خداى نه د مغفرت او له لوستونکو نه د دعا په هيله. و صلى الله على سيدنا محمد و على آله واصحابه و من تبعهم باحسان الى يوم الدين. په احترام

سلطان محمود صلاح

What's New in the Latest Version 1.0

Last updated on Mar 12, 2017

Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!

Translation Loading...

Additional APP Information

Latest Version

Request الرحیق المختوم Update 1.0

Uploaded by

ကို ငယ္ ေလး

Requires Android

Android 2.1+

Show More

الرحیق المختوم Screenshots

Comment Loading...
Searching...
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Subscribed Successfully!
You're now subscribed to APKPure.
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Success!
You're now subscribed to our newsletter.