اسلام او گلوبلایزېشن  (Globalization) icon

v1.0 by الهدایة خپرندویه اداره


Oct 11, 2017

About اسلام او گلوبلایزېشن (Globalization)

د نړيوالتوب موضوع، کومه چي امريکايي امپرياليزم او پلويان يې په دې وروستيو.......

حمد او شکر دي وي هغه لوی څښتن جل جلاله لره چي د ټولو نړيوالو رب او پالونکی دی. درودونه او سلامونه دي وي پر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم باندي چي ټولو نړيوالو ته يې د رحمت او وروستي پيغمبر په توګه لېږلی دی.

د اسلام او نړيوالتوب ( Globalization) په نامه کتاب مي وکوت. تکړه او هڅاند ليکوال ښاغلي نقيب الله احمدي په ډېر پام او تپاک ليکلی دی. حقيقت دا دی چي ډېر زيار يې پر کښلی دی، ډېر مأخذونه يې پر کتلي او د خپلي تر کار لاندي موضوع په اړه يې د لا زياتي څېړني او معلوماتو راټولولو لپاره يې په ويبپاڼو کي اړوند مضامين هم تر نظر تېر کړي او لازمه ګټه يې ځني اخيستې ده.

د کتاب موضوع هم ډېره مهمه او د جدي پاملرنې وړ ده. د نړيوالتوب موضوع، کومه چي امريکايي امپرياليزم او پلويان يې په دې وروستيو کلونو کي په خورا زياته کچه تبليغوي او لار ورته اواروي، څو بالاخره تر دې عنوان لاندي وکولای سي د ټولي نړۍ خلک او هرڅه د امريکايي ښکېلاک په وړغندي کې ښکېل او د خپلو ښکېلاکي، مادي او ظالمانه هيلو او ګټو سره سم يې تناو کړي او څنګه چي يې خوښه وي واک پر وچلوي. چي دا به بيا شوروي کمونيزم نه، بلکې يو بل ډول امريکايي، امپرياليستي کمونيزم وي.

په اصل کي دا هماغه د باطل او باطل پالو اهداف دي، چې پر باطلو بنا دي او اوس يې په دې نامه په زور او ځواک، چل ول او ورته د مخينې چمتو کولو سره د ځمکي د ټولي کرې لاندي باندي شتمنيو خپلولو او ټولو وګړو د اېلولو او تر خپل جغ لاندي راوستلو لپاره تحقق او پلي کول غواړي. خو اين خيالست و محالست وجنون، ځکه په زور کلي نه کېږي او د زور ياري د خره سپرلي ده.

زه د خپلو درنو هيود والو څخه مشران دي که کشران د دوی د يوه کوچني خادم په صفت هيله کوم چي دغه کتاب هرو مرو ولولي، د هيواد په ټولو لويو او وړو کتابتونونو کي د مطالعې لپاره کښېښوول سي او هر څوک چي يې چاپوي په ښه او ښايسته قطع او صحافت يې چاپ کړي او په لږ ارزانه بيه يې بازار ته وړاندي کړي.

په پای کي دعا کوم چي لوی څښتن جل جلاله دي زموږ په ګران اسلامي هيواد کي د سوچه، سپېڅلي اسلامي نظام په راوستلو سره زموږ دا اوږده غميزه په خپل فضل او مرحمت، په خير، عافيت او سرلوړي هر څه ژر په امن وامان او نېکمرغۍ او خوشالۍ بدله کړي.

والسلام

ستاسو عبدالمالک همت،

د ۱۳۹۵ لمريز کال د چنګاښ لومړۍ نېټه، کابل

What's New in the Latest Version v1.0

Last updated on Oct 11, 2017

Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!

Translation Loading...

Additional APP Information

Latest Version

Request اسلام او گلوبلایزېشن  (Globalization) Update v1.0

Requires Android

2.3.3 and up

Show More

اسلام او گلوبلایزېشن (Globalization) Screenshots

Comment Loading...
Searching...
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Subscribed Successfully!
You're now subscribed to APKPure.
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Success!
You're now subscribed to our newsletter.