له موصله تر ننګرهاره حقایق icon

v1.0 by الهدایة خپرندویه اداره


Oct 8, 2017

About له موصله تر ننګرهاره حقایق

له موصله تر ننګرهاره(حقایق،اسرار،اسناد،) دلیکنو مستنده لړۍ

د دې کتاب په اړه ...!!

د یویشتمي پیړۍ په لومړۍ یوه نیمه لسیزه کې د نړۍ سُپرپاور امریکا او د هغې پوځي ائتلاف ناټو زموږ بشري نړۍ له خورا سترو چیلنجونو سره مخ کړه. د ۱۱م ستمبر د ناڅرګندي معما په پلمه یې لومړی پر افغانستان پوځي برید وکړ ورپسي یې د هستوي وسلو په بهانه پر عراق یرغل ورووړ چې په دې توګه یې په سویلي آسیا او منځني ختیځ کې د مرګ او ژوند یوه ناتمامه تراژیدي را پیل کړه چې تراوسه لا جریان لري.

دا ناورین یوازي تر پوځي ځواک کاروني پوري محدود پاتي نه شو، بلکي په ترځ کې یې نورو فتنو هم سر را اوچت کړ، چې د مسلمانانو د ډېري ستري ځوروني سبب شو . په عراق کې د شیعه سني ، تر نامه لاندي فتنه دومره وغوړیده چې ان ټول شرق الأوسط یې په لمبو کې را ایسار کړ. د همدغي فتنې د لا تازه کولو او ژوندۍ ساتلو په موخه د داعشي خلافت په نوم، یوه بله فتنه رامنځ ته شوه. د خلافت نامه ته که څه هم د لنډ مهال لپاره د مضطرب امت هیله مندي پیدا شوه خو متاسفانه چې ډېر ژر د هغوی د نا اسلامي او نا انساني کړنو له امله بیرته ټول اسلامي امت نا امیده شو.

دغه فتنه د مسلمانانو لپاره هغه وخت نوره هم خطرناکه ثابته شوه چې د بنسټ لینک یې له یهودي او صلیبي چینلونو سره تړلی وګڼل شو. د یرغلګرو دا لوبه هغه مهال نوره هم واضحه شوه چې تخم یې د افغانستان په پاکه خاوره کې هم را وټوکید.

رښتیا هم دا خبره ګرانه ده چې د داعش په نوم د اسلامي خلافت یوه لویه ډله، څنګه د مسلمان امت لپاره سردرد بلل کیږي ؛ په داسی حال کې چې هغوی ځانونه د نبوي منهج اصلي پیروان ګڼي. دا پیژندنه یې داسی یو تحقیق او څیړني ته اړتیا لري چې په اړه یې د پیژندني مستند شواهد د باخبره عالمانو لخوا وپلټل شي. همدا اړین کار و چې قاري سعید خوستي صاحب انجام کړی، په دې کتاب کې یې پرته له څه ذهني تمایل نه ، پر مستندو دلایلو ولاړ ښه ژور تحقیق کړی چې یاده ډله یې داسي معرفي کړي چې د هغوی بنسټ ، پیدایښت ، عروج او د پرمختګ مراحل یې راسپړلي ، بیا یې د هغوی ټولي سمي او ناسمي کړني ذکر کړي دي ، په عربي او نوره اسلامي نړۍ کې د هغوي په وړاندي د علماؤ نظرونه بیان شوي ، ورپسي یې د داعش خلافت او د هغوی ډله د قرآن او حدیث د نصوصو په رڼا کې څیړلي. افغانستان ته د داعش د را انتقالیدلو په اړه په کتاب کې خورا جالب او معلوماتي بحث شوی دی.

نو زه باور لرم چې دا کتاب به له هغه چا سره ډېره زیاته مرسته وکړي چې غواړي د داعش او د هغوی د اسلامي خلافت په اړه ځان پوه کړي ، خصوصاً هغه ځوانان چې د داعش په لیکو کې نوي جذب شوی او یا د جذب په حال کې دي ؛ هغوی دې هرو مرو دا کتاب ولولي ترڅو د حق او باطل لوری ورته څرګند شي او په یوه متشابه لاره کې د دوی له پاکو جذباتو سره لوبی ونشي.

دا کتاب کولای شی چې تاسو ته یو ښه لوری وټاکی . ترڅو په دنیا کې له داسی فتنو څخه وژغورل شو چې د آخرت د تباهۍ اسباب راته مهیا کوي. خدای تعالی دي یې لیکوال ته د حق د بیانولو نور هم توفیق او لوستونکو ته د اعظمي استفادې توان ورپه برخه کړي.

آمین

موسی فرهاد

د اپلیکېشن ځانګړتیاوي :

د کتاب ټول ټال وزن ۱۴ ایم بي ده

د کتاب هره برخه،هرمضمون کاپي او په ټولنیزو شبکو نشرولای شئ

په کتاب کي د سند په ټول ۸۱ اتیا انځورونه او د یوټیوب او ځینو نورو سایټو لینکونه شته دي چې مستقیم یې کتلای شئ

په اپلیکېشن کي پلتنځای شته پلټنه کي کولای شئ

په کتاب کي د خوښي وړ لیکنه د خوښي وړ ځای کي درته سریښ کولای شئ

د کتاب ټولې لیکبڼې په پنځه ډوله تغیر او سایز يي ورته کوچنی او غټولای شئ

لیکلو ته د خپلي خوښي مطابق رنګ اتخابولای شئ

د لیکولو په مابین کي فاصله د خپلي خوښي مطابق انتخابولای شئ

هره لیکنه او یا هم مکمل اپلیکېشن له ملګرو سره شرېکولای شئ

په کتاب کي د الهدایة خپرندویه ادارې لخوا ګوګل سټور ته د پورته شویو کتابونه مجموعه لینک شته چې له هغه ځایه ټول کتابونه کتلای شئ

د اپلیکېشن ډاونلوډ کول :

په ګوګل سټور کي ورته ولیکئ ( له موصله تر ننګرهاره حقایق ) او یا له لاندې پیوندونو څخه استفاده وکړئ

پیوندونه :

ګوګل سټور :

ټلیګرام چینل: Telegram.me/HedayatApp

فېسبوک ډله (ګروپ) www.facebook.com/groups/Hedayatapp

یادونه : د فېسبوک له ګروپ څخه يي د فېسبوک په انټرنیت پیکج(بنډل) هم ډاونلوډ کولای شئ

په درنښت

الهدایة خپرندویه اداره

[email protected]

What's New in the Latest Version v1.0

Last updated on Oct 8, 2017

Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!

Translation Loading...

Additional APP Information

Latest Version

Request له موصله تر ننګرهاره حقایق Update v1.0

Uploaded by

Arnaldo Ramallo Galano

Requires Android

Android 2.3.4+

Show More

له موصله تر ننګرهاره حقایق Screenshots

Comment Loading...
Searching...
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Subscribed Successfully!
You're now subscribed to APKPure.
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Success!
You're now subscribed to our newsletter.